بمبارئ او کلابندی

IQNA

بچوې
ایکنا- د عبري رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم امنیتي ادارې پر یوې داسې طرحې غور کوي چې له مخې به ئې پوځ  د غزې له ځینو برخو څخه شاتګ وکړي او خپل ځای به یوه څو مليتي قدرت ته پرېږدي.
د خبر لمبر: 3493165   خپرونې تاریخ : 2026/08/10

 د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم  زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
د خبر لمبر: 3493154   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

د فلسطین د مقاومت کمېټې؛
ایکنا- د فلسطین د مقاومت کمېټوپه یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د غزې د خلکو له خوا د هغو شهیدانو د جنازو ستر مراسم، چې درې کاله وروسته خاورو ته وسپارل شول، د فلسطین د ملت پر ضد د نسل‌وژنې جنګ د وحشتناکو اړخونو ژوندی سند او د صهیونیستي رژیم د بې‌ساري جنایتونو نه انکارېدونکی ثبوت دی.
د خبر لمبر: 3493146   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا- واشنګټن ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له سفر سره په یووخت د فلسطین یوې ملاتړې ډلې د سپینې ماڼۍ مخ ته له اسرائیلو څخه د امریکا په ملاتړ باندې اعتراض کښې غونډه وکړه.
د خبر لمبر: 3493095   خپرونې تاریخ : 2026/07/29

د ۸ اسلامي هېوادونو ګډه اعلامیه؛
ایکنا- د اتو عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په مسجدالاقصی کې د صهیونیسټي رژیم د پاروونکو اقداماتو د زیاتېدو غندنه کړې او ټینګار ئې کړی چې اسرائیل په دې مبارک جومات کې هېڅ ډول حقوقي او تاریخي حق نه لري.
د خبر لمبر: 3493074   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

ایکنا- جمیل مقداد، یو ۷۱ کلن فلسطینی بوډا دی چې په غزې کې د جنګ د کنډوالو په مینځ کې ئېد قرآن کریم د ترمیم کار ته مخه کړې ده. هره نسخه چې هغه ئې بېرته رغوي، د هغې جګړې پر وړاندې یوه کوچنۍ بریا ده چې پهغزې تړانګې کې یې د ژوند ټول اړخونه اغېزمن کړي دي.
د خبر لمبر: 3493017   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا=  د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه و زیر د لبنان ولسمشر ته په خطاب کې ووئيل؛ لبنان د خپل حقیقي دښمن له منګولو وژغوره، ښاغلیه ولسمشره!
د خبر لمبر: 3492868   خپرونې تاریخ : 2026/06/06

ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  سید عباس عراقچي،  ، په جلا جلا ټیلیفوني  خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار او همدارنګه د پاکستان د پوځ  دټولو قواؤ له ستر قوماندان  فیلډ مارشال عاصم منیر سره د سیمې د بدلونونو  او د اوربند اړوندو بهیرونو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3492860   خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا- د «شهیدو فرښتو» په نوم هنري ننداره، چې د میناب د ۱۶۸ شهیدو  واړو وادو زده‌کوونکو پر مظلومیت متمرکزه وه، په انډونیشیا کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492849   خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا- د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکي ټينګار کړی دی چې  باید د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فټ بال په جنګ کې باید  بریالی شو.
د خبر لمبر: 3492834   خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا-  دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځڼګ حماس مشرانو  ویلي چې اروپا ته د نتانیاهو د کابینې د یوه وزیر په واریدیدا بندیز د صهیونیسټي رژیم د نړیوالې انزوا د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د خبر لمبر: 3492822   خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا- په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې فلسطیني حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي، د غزې تړانګې اوسېدونکي د دریم پرله‌پسې کال لپاره د حج له فریضې بې‌برخې پاتې دي. جنګ ، د رفح پولې تړل کېدو او د کلابندئ دوام، د زرګونو فلسطینیانو لپاره د حج سفر په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492809   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- د صمود نړیوال کاروان»  مسئولانو وئيلي دي، چې د دغه کاروان ۸۷ فعالانو د صهیونیستي رژیم له خوا د نیولو او توقیف پر ضد، او همدارنګه له فلسطینيو بندیانو سره د پیوستون په موخه،  لوږ تړ پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492802   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا-  د  ګالاتاسرا  فوټبال ټیم   فرانسوي لوبغاړې، ساشا بوئي، د ترکیې لیګ د قهرمانۍ په جشن کې د ټولو پام ځان ته راواړاوه او د جام د مراسمو پر مهال ئې د فلسطین بیرغ پورته کړ.
د خبر لمبر: 3492788   خپرونې تاریخ : 2026/05/18

ایکنا- د مانچسټر سېټي روزونکي، Pep Guardiola، ددغه ټیم  د مشهور لوبغاړي  Lamine Yamal پر ضد د هغو نیوکو په غبرګون کې چې د فلسطین د ملاتړ  په خاطر پرې شوې وې، وویل چې فوټبالران حق لري د انساني او سیاسي موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي، او د لامین یامال دریځ باید د ویاړ وړ وګڼل شي.
د خبر لمبر: 3492770   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا- یوې فلسطیني هنرمندې  د غزې د بندر په پلیټ فارم کې په شتون سره ،  په دیوال باندې په هنري نقاشې  کې  د صمود په نامې سره  د مرسته  کونکو کشتیو  له کاروان سره  د پيوستون  د اعلان په خاطر  د مقاومت په بیلګې سره  یو ډیر په زړه پورې هنر ثبت او انځور کړ .
د خبر لمبر: 3492738   خپرونې تاریخ : 2026/05/07

ایکنا – د الازهر اسلامی مرکز د روژې په مبارکې میاشتې کې د لمونځ ګوزارو په وړاندې د الاقصی جومات د درواړو تړل کیدا  په محکومولو سره  ټينګار کړی دی ،دا داسې جنایت دی چې مسلمانان  په رمضان المبارک میاشت کې له خپلو عبادتونو له ترسره کولو محروموي.
د خبر لمبر: 3492567   خپرونې تاریخ : 2026/03/15

په قرآن کې له صهونزم سره د جنګ تحلیل/ 3
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت په مقابل کې د مذاکراتو او جنګ دوې لارې وې اوعامو خلکو خبرواترو ته ترجیح ورکوله او خو د هیواد برخلیک ولې په جنګ سره ستاینه اوقدرونه وشوه؟
د خبر لمبر: 3492554   خپرونې تاریخ : 2026/03/12

ایکنا - لسګونو زرو فلسطینیانو د رمضان د مبارکې  میاشتې د لومړۍ جمعې لمونځ په مسجدالاقصی کې ادا کړ؛ دا په داسې حال کې وه چې نیواکګرو اسرائیلي  عسکرو د لارو په تړلو او پراخو محدودیتونو لګولو سره قدس ښار ته  د لمونځ کوونکو لاسرسی محدود کړی و.
د خبر لمبر: 3492483   خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا - زرګونو فلسطینیانو د روژې د مبارکې  میاشتې په لومړۍ شپه، د صهیونیستي رژیم له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، په مسجدالاقصی کې د جماعت لمونځونه ادا کړل.
د خبر لمبر: 3492482   خپرونې تاریخ : 2026/02/21